انصار: ( دکب 23مه)، د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي چې د سالنګ لویه لار د واورې او بادونو له امله دترافیکو پر مخ وتړل شوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د سالنګ لویه لار د کب په ۲۲مه د ماښام په ۸ نیمو بجو د سختو واورو او توپان له امله د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
قانع زیاتوي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست له مسافرو او موټر چلوونکو وغوښتل چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې د سالنګ پر لور حرکت ونه کړي.
په تېرو شلو ورځو کې دا څلورم ځل دی چې دغه لاره د واورو د ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کیږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30569
قرأ